• د افغان حکومت فعاله دیپلوماسي او نا اعلان شوی رسمیت

    د افغان حکومت فعاله دیپلوماسي او نا اعلان شوی رسمیت

    رحمت الله فیضان

    هغه څه چي ډیر مهم دی هغه د افغان دولت فعاله دیپلوماسي ده اسلامي امارت و توانید چي په ډیر کم وخت له ټولو هغوهیوادونو سره اړیکي جوړ کړي کومو چي د اسلامي امارت اعضای د ترورستانو په نامه پیژندل او په خپلو تورو لستونوکې یې ورته ځای ورکړی وو ، اوس هماغه هیوادونو له اسلامي امارت سره د روابطو جوړه ولو پر سرد رقابت په حال کې دي ، د اسلامي امارت ټول بهرني دښمنان پر دې باور شول چي له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله هیڅ لار نه لري ، د همدې فعاله ديپلوماسي په پایله کې دامریکا حکومت اعلان وکړ چي د اسلامي امارت پر وړاندې به د هیڅ وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي دا تر ټول ښه خبر ځکه ده چي یو شمیر افغانانو ویره در لوده چي د اشغالګرو قواو په وتلو سره به یو ځل بیا د افغانستان د داخلي دښمنانو پر مټ کورنۍ جګړۍ پیل شي .

    بله خبره چي د افغانستان د فعالې دیپلوماسي لاسته را وړنه ده هغه هم د امریکا د خاص استازي ټوماس ویسټ دا خبره ده چي وایې : امریکا غواړي د افغانستان اوسني حکومت سره په ګډه د اصلاح لپاره کار وکړي، تر څو هغوی خپل حکومت ټولګډونه کړي، او هر څه د خبرو له لارې حل کړي.

    که څه هم اسلامي امارت یو ټولګډونه حکومت دی نه یې د چا د کار حق سلب کړی نه یې دچا د تعلیم او تحصیل حق سلب کړی ، هماغه د پخواني نظام ټول کارمندان پر خپلو دندو برحاله دي او ډیریو کسانو ته په کاري بستونو کې ارتقا هم ور کړل شوی ، په کاري بستونو کې ارتقا په تیر فاسد نظام کې څه آسانه خبر نه وه د زرګونو ډالرو په مصرف سره به یو مامور له ټیټ بست څخه لوړ بست ته ارتقا کوله ، هغه څه چي د افغانستان اسلامي امارت لپاره ډیر مهم دي هغه د افغان ولس ښیرازي ده او په دې برخه کې ګړندي ګامونه اخیستل کیږي په دې لاره کې اسلامي امارت هیڅ ډول غفلت نه کوي ، د ولس مشروع غوښتني کومي چي د دوي طبعي حق دی د هغوی د بر آورده کولو لپاره اسلامي امارت جد جهد کوي ، د نجونو د تعلیم مسله ده د میرمنو د کار مسله ده په دي ټولو مسایلو کې د یو خوندي چاپریال د مهیا کولو په صورت کې به دغو ټولو ته رسیدګي کیږي نجوني به مکتبونو او پوهنتونو ته ځي په همدي شکل باندي به میرمني کارونو ته ځي او ددي ترڅنګ به هیڅ ډول اضافي فشار د افغانستان په مجاهد ولس نه وضعه کیږي ، بیا هم اسلامي امارت هڅه کوي چي د اصلاحاتو پر لور آهسته خو درانه ګامونه واخلي افغانستان نور له فساد څخه خوندي دی او هڅه کیږي چي شفافیت په کامله توګه تامین شي اسلامي امارت په دې برخه کې د هر چا نیکو مشور ته هرکلی وای ځیني هیوادونه کوشش کوي چي د مشورو پر ځای امر ونهي وکړي افغانانو ته اوسنی نظام چا په تحفه کې نه دی ور کړی او نه یې د فساد او درغلیو په نتیجه کې تر لاسه کړی ، افغانان به د خپل نظام د څرنګوالي په برخه کې د هیچا امر ونهي ونه مني د افغانستان د خارجه پالیسي یو اصل دا دی چي موږ مثبته بیطرفي ساتو موږ له هیچا سره هیڅ ډول ستونزه نه لرو ، موږ له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره ، د سمیي او نړۍ له هیوادونو سره دوستانه روابط غواړو ، که مو چا ته خیر رسیده هغه به رسوو ولي د هیچا لپاره د شر نیت نه لرو، اسلامي امارت د دوحي پریکړي ته ژمن دی هیچاته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د چا پر خلاف استعمال کړي همداراز هیچا به هم اجازه ور نه کړي چي د افغانانو لپاره د امر او نهي فرامین صادر کړي .

    د تېر کال داګست میاشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته چې شاوخوا شپږ میاشتې تېرې شوي، افغانستان کې هیڅ وسله وال مخالفت په فزیکي توګه شتون نه لري د امریکا خاص استازی هم په دې اعتراف کوي چي چې اوسمهال په افغانستان کې امن دی او هیڅ وسله وال فعالیت شتون نه لري.

    د افغانستان اسلامي امارت د فعالي ديپلوماسي بله لویه لاسته را وړنه په قطر له خلیجي او اروپایې هیوادونو سره ناسته وه د اسلامي امارت استازو د خلیجي هیوادونو له استازو سره په ګډه غونډه کې په بشري ، اقتصادي،سیاسي او دوام مداره اړیکو په باب خبري وکړې او پر دې هم خبري وشوې څرنګه اسلامي هیوادونه کولی کولو شي چي له نړۍ سره د افغانستان اړیکي نورمال حالت ته را و ګرځه وي په دې ناسته کې د خلیجي هیوادونو استازو په اتفاق سره وویل چي په افغانستان کې هیڅوک هیڅ ډول د لاس وهني حق نه لري ، همدا راز ځینو هیوادونو ژمنه وکړه چي په افغانستان کې به مرستندویه دفترونه پرانیزي .

    اخوا ته د قطر په غونډه کې د اسلامي امارت استازو د ۱۶ اروپايي هيوادونو له سفيرانو سره د افغانستان په وضعيت خبرې کړي په دغه ناسته کې د هيواد په اقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري مرستو، سیاسي اړيکو، ښوونيزو او ټولنيزو چارو او د ښوونکو دمعاشاتو په اړه خبرې وشوې او د غونډې برخه والو له افغانستان سره د هر اړخيزې همکارۍ ژمنې وکړې.

    د اروپايي هيوادونو استازو وويل :نړيواله ټولنه اماده ده چې د بشري مرستو په برخه کې اغيزناک ګامونه واخلي.

    د هيواد د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیرخان متقي چي د افغان پلاوی ریس وو د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې افغان خاوره به د هيچا په خلاف نه استعمالیږي .

    په غونډه کې د امريکا له لوري د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ په اړه هم بحث وشو او ښاغلي متقي وويل چې دا د منلو وړ نه ده چې يادې پیسې دې د بشري مرستو او یا هم د غرامت په توګه مصرف شي.

    د هيواد د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امريکا شارزدافير جان جانسن د کنګل شويو پيسو د وېش په اړه وويل چې په دې اړه رسنيو د بايډن خبره غلطه تعبير کړې او تمه يې وښودله چې ښايي يادې پيسې د افغاانستان بانک ته وسپارل شي.

    د افغانستان پورتنۍ فعالې دیپلماسۍ ته په کتوسره داسي بریښې چي نړیوالو په ضمني ډول د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پيژندلی چي دا یو نا اعلان شوی رسمیت دی چي ډير ژر به یې ان شاالله د اسلامي امارت د مدبرانه هڅو په نتیجه کې د نړیوالو له لوري د رسمیت اعلان هم وشي .

    هرات تایمز در توییتر دنبال کنید

    میانگین امتیازات ۵ از ۵
    از مجموع ۱ رای
    Herat Times