رحمت الله فیضان
په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولي د نوي ودانۍ پرانستنه :
د هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولي د نوي ودانۍ پرانستنه وکړه ښاغلي متقي هغې غونډي ته چي له همدې امله جوړه شوي وه وویل:د هرات مسلمان او مجاهد ولس د حوت له ۲۴مې بیا تر ننه پوري زیاتي قربانۍ ور کړي دي ، دې میړني ولس له اسلامي امارت سره هم په تیره دوره او هم د افغانستان د اشغال په موده کې اوږه په اوږه دریدلی اود خپل هیواد آزادي او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتني په برخه کې یې بي شمیره قرباني ورکړي دي، زه د هرات ولس او چارواکو ته مبارکي ورکوم چي د دوی د مجاهدتونو په پایله کې دغه ولایت له عدل او نظم څخه برخمن دی ، امنیت ښه شوی نظم راغلی چاري په ښه ډول سره مخ پر وړاندي رواني دي او دا زموږ او ستاسو ټول ستر بری دی ، باید له دې ډاډمني فضا نوره هم ستره ګټه پورته شي او د صنعت ، تجارت ،زراعت او د ښووني او روزني په برخه کې درانه ګامونه واخیستل شي ، هرات له لوړ حیثیت څخه برخمن دی هم تجارتي مرکز دی او هم علمي مرکز دی او هم زموږ له دوو دوستو هیوادونو ، ایران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري په دې اساس داهم اړینه ده چي هرات کې د ټولو اداراتو فعالیتونو ته لا زیاته ګړندي او پراخیتا ورکړل شي ، په تیرو پنځلسو میاشتو کې د بهرنیو چارو وزارت په کچه زیات کار شوی موږ توانیدلي یو چي له خپلو ګاونډیانو سره خپلي پولي پرانستي وساتو اوهمدا راز توانیدلي یو چي له ایران او ترکمنستان سره تر پخوا لا زیات تجارتي را کړه ورکړه غوښنه کړو او د هغو مسافرو لپاره چي دغو هیوادونو ته تګ را تګ کوي د قونسلي خدماتو په برخه کې ښه تسهیلات را منځته کړو ، دا چي موږ په دغه ولایت د بهرنیو چارو وزارت نمایندګي چي په اساسي او عصري سستم جوړه شوي ده پرانیزو نو هیله مو هم همدا ده چي ښه خدمات د لویځ زون خلکو ته وړاندي کړي .
د پولیسو په روزنیز مرکز کې وینا :
د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي په هرات د پولیسو د روزنیز مرکز د فارغینو په غونډه کې هم ګډون وکړ ، د غونډي برخوالو ، د پولیسو منسبوبینو او مسولینو ته یې اړیني توصیې او مشورې ورکړې او هغوی ته یې د فراغت له امله مبارکي وویله ښاغلي متقي زیاته کړه : دا ډیر د افتخار ځای چي زموږ امنیتي او مسلحو ځواکونو ته د مسلکي زده کړه ترڅنګ ، اخلاقي ، دیني او د وطن دوستي زده کړه هم ورکول کیږي ، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خپلو مربیانو له لوري د آزادي ، خپلواکي ،ولس ساتني اسلام ساتني او وطن ساتني زده کړه اومفکوره ورکول کیږي، نه د نیویارک او واشنګټن د ساتني مفکوره ، دا ډیر ستر افتخار او توپیر دی ، تاسي بختور یاست چي د یو داسي ملت او ولس د امنیت مسولیت در له غاړي کیږي چي په تیرو څلویښتو کالو کې یې بي ساري قرباني ور کړي دي ، دې مجاهد ولس د امریکا او ناټو له یرغل وړاندي د شوروي یرغل ته خپلي سیني سپر کړي او په خپلو قربانیو سره یې هغوی هم په ګونډو کړل، له روسانو وړاندي زموږ پلرونو او نیکو انګریزان هم له خپلي خاوري شړلي دي او له هغوی وړاندي یې نور زبر او اشغالګرو ځواکونو ته سخت نه هیریدونکي ګزارونه ور کړي دي نو ضروري ده چي پر داسي ملت ډیر شفقت او خاصه پاملرنه ورته وشي، دوی ساتني او حفاظت ته ځانګړي پاملرنه وشي دوی پر تاسو ډیر حق لري چي باید ادا یې کړئ .
وروڼو !
نړۍ به اخر مجبوره کیږي چي موږ په رسمیت و پیژني اوهم تعامل راسره وکړي مشروط ، پردې چي با نظمه با دسپلینه و اوس او خپل ولس په خپله غیږ کې راسره وساتو، دا وطن او دا خاوره موږ ته چا په خیرات کې نه ده را کړي ، دا په قربانیو ګټل شوي او لویشت لویشت یې په وینو لړل شوي ده ، که څوک دې خاوري ته په غلط نظر ګوري اویا غلط خوبونه ورته ویني بیا به هم همداسي مقاومت ورسره کیږي لکه دا تیر څلویښت کاله چي شوی دی .
په هرات کې د شهید مولنا مجیب الرحمن انصاري فاتحه :
د بهرنیو چارو قدرمن وزیر په هرات کې د هیواد نوموتي عالم شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري فاتحه هم وکړه د کورنۍ او مدرسې احوال یې واخیست .
ښاغلي متقي د شهید انصاري کورنۍ او ځای ناستي مولانا فضل الرحمن انصاري اود مدرسې منتظیمینو ته ډاډ ور کړ چي اسلامي امارت به هیڅکله د شهید انصاري قرباني او تګ لاره هیره نه کړي .
له شیخ الاسلام مولنا جلیل الله مولويزاده سره ملا قات:
د بهرنیو چارو ښاغلی وزیر په هرات کې د سعدیه دارالعلوم مشر د هیواد علمي او جهادي شخصیت محترم شیخ الاسلام مولوي جلیل الله مولویزاده لیدو ته هم ورغی او دهغه علمي خدمات یې وستایل ،په مقابل کې محترم شیخ الاسلام خوښي څرګنده چي د اسلامي نظام د راتګ او د هیواد د آزادي او خپلواکي ارمان او هیله یې پوره شوه ، قدرمن شیخ الاسلام د اسلامي امارت د بقا او دوام دعا وکړه .
له یو شمیر ملي تاجرانو سره ناسته :
د بهرنیو چارو وزارت مدبر سرپرست په هرات کې له یو شمیر ملي تاجرانو سره هم لیدنه وکړه په دې لیدنه کې ښاغلي متقي له اسلامي امارت څخه د ملي تجارو د ملاتړ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه : اسلامي امارت ستاسو خپل نظام دی او له خپلو ملي تجارو پراخ ملاتړ کوي ، زموږ د تجارت وزیر یو تاجر دی دا ځکه چي یو تاجر د تجارت په رمز راز تر هرچا ښه پوهیږي او د تاجرانو ضرورتونه او اړتیا درک کولی شي ، د تیر نظام له پاشل کیدو وروسته د ځینو تحلیګرانو اټکل دا وو چي د هیواد تجارتي او اقتصادي نظام به هم ورسره و پاشل سي خو اسلامي امارت د تیر نظام له سقوط وروسته داسي مدبرانه ګامونه واخیستل چي د هیواد اقتصاد او تجارت یې له حتمي سقوط څخه وژغورل، ارزي قیمتونه یې کنټرول کړل او پرې یې نه ښودل چي زموږپولي واحد د بهرنیو اسعارو په مقابل کې را ولویږي ، موږ هڅه کوو چي د ملي تجارت لپاره نور زیات تسهیلات او اسانتیاوي را منځته کړو .
د هرات ملي تاجرانو خوښي څرګنده کړه چي د اسلامي امارت په راتګ د فساد ټولي دروازي تړل شوي دي په ګمرکاتو او نورو مربوطه اداراتو کې د پام آسانتیاوي را منځته شوي دي .
د هرات له دولتي چارواکو سره ناسته :
د بهرنیو چارو وزیر په هرات ولایت کې د والي صاحب په شمول د ګڼو ملکي او امنیتي مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کي د هرات ولایت د والي محترم شیخ نوراحمد اسلام جار او امنیه قومندان حاجي یاسرتر څنګ د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو، د استخباراتو او پولیسو د امنیتي حوزو مسؤلینو هم ګډون درلود.
د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي په خپلو خبرو کې په هیواد کې د اوسني اسلامي مرکزي نظام راتګ د مجاهدینو د کلک اطاعت، وحدت او قربانیو پایله وګڼله او په تعقیب یې د ناستې ټول ګډونوال خپل منځي همغږي او متقابل احترام ته را وبلل او دا یې د بري راز وباله، متقي صاحب د ناستې له ټولو برخوالو مننه وکړه چي د امنیتي وضعیت په ښه والي کي یې ستر رول لوبولی دی، متقي صاحب زیاته کړه دا د امنیتي ځواکونو هلې ځلې دي چي ولس یي له امنیتي وضعیت څخه ډاډمن کړی.
متقي صاحب وویل؛ که غواړئ چي د جرایمو د کشف او خنثا په برخه کې ښې لاسته را وړني ولرئ نو خپل ولس له ځانه مه بیلوئ د خلکو احترام کوئ او د هغوی ستونزو ته عاجله رسیده ګي کوئ .
همدا راز ښاغلي متقي هغه فني او مسلکي کدرونه چي په ادارو کې کار کوي د کارونو د ودي او پراختیا په برخه کي مؤثر او مرسته کوونکي وبلل ، هغه یو ځل بیا د نظام مخالفینو ته په اشاره وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او اسلامي امارت ټولو ته عفوه کړې، هر څوک کولای شي ترې مثبته استفاده وکړي او په خپل هیواد کې ازاد او د عزت ژوند غوره کړي.
همدا راز ښاغلي متقي ټینګار وکړ چي د جاه طلبي او قدرت طلبي غرایز په خپلو ځانو کې ووژنئ ، که کوم ملګری موقف ونه لرئ نو عزت خو لرئ په خپل ښار او کلي کې خو آزادانه ژوند کولی شئ ، خپلو اولادونو ته حلاله ډوډۍ پیدا کولی شئ ، موږ داسي ورځي هم تجربه کړې چي په خپل کور او کلي مو په امن ژوند نشو کولی خپلي کورنۍ او اولادونو ته مو د ژوند اسانتیاوي نشوای برابره ولي ، اوس الحمدلله امن او آزادي راغلي امن او آزادي تر هرڅه ستر نعمت دی او خدای موږ ته دا نعمت را نصیب کړی .